تازه خبرونه

په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵ میلیون کسان روږدی شوي – مولوي حنفي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر اوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ د افغانستان د اشغال په بهیر کې لږ تر لږه پېنځه میلیون هېوادوال مو پر نشه يي توکو روږدې شوي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي، چې د وطن د آبادۍ لپاره باید خپلې مټې را ونغاړي؛ اقتصادي، ټولنیز، روغتیايي، ناورینونه پخپله مدیریت کړي.

همدارنګه ویل کیږي، چې  تر یوه بریده  به ستونزې وي؛ خو په نږ دې راتلونکي کې  به د هېواد ډېری ستونزي حل شي.

هغه زیاته کړې، چې پر نشه يي توکو د روږ دو کسانو د روغتیا او پالنې چاري د افغانستان اسلامي امارت په غاړه ا خیستی.

مولوي حنفي وایي، چې نړیوالو په جکړه کې ماتي  خوړلې او اوس غواړي، چې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد منفي تبلیغات تر سره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې په تېر پېر او د اشغال په وخت کې د افغانستان د آبادۍ لپاره هیڅ کار ونشو؛ خو ځوانان مو روږدي او ټولنیزې ستونزې مو بیخي زیاتي دي.

د افغانستان  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ويلي، چې نړیوالو په ګرمه جګړه کې هېوادنۍ ماته وخوړه،  چې اوس يي پر افغانستان د بندیزونه لګولو تر څنګ منفي تبلیغات هم پیل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنک وزارت چارسمبالي خیر الله خیر خوا ویلي؛ د نړۍ تجروبو ثابته کړې؛ هغه هېوادونه، چې له بندیزونو سره مخ شوي هغوی خپل هېوادونه جوړ کړي. مونږ به حتمي له اوسنیو ستونزو ځانونه وباسوو.

د اسلامي امارت مسوولینو دا ډاډ هم څرګند کړی: ټول هغه هېوادونه،  چې  له افغانستان سره بشري مرسته کوي ترې هرکلی کوو؛ خو د هیڅ هېواد مشروطي مرستي منلی نشو.

Trending

Exit mobile version