تازه خبرونه

په تېرو ۲۴ ګړیو کې نږدې ۵ زره ناقانونه افغان کډوال له ایرانه وشړل شول – سرحدي قومندان

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۲)

د ایران د زابل سرحدي ځواکونو قومندان ویلي، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۴۷۶۷ ناقانونه افغان کډوال د سیستان او بلوچستان د میلک له پولې افغانستان ته وروګرزول شول.

د مهاجرو د شړلو لاملونه ناقانونه داخلېدل، پاتې کېدل او د پاسپورت د وخت پای ته رسېدل ښودل شوي دي.

د ایران د زابل سرحدي ځواکونو قومندان پرویز قاسم زاده د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې بهرني وګړي باید ایران ته د ننوتو، پاتې کېدو او وتلو لپاره له قانوني لارو تېر شي.

هغه ګواښ وکړ؛ که بهرنیان په غیرقانوني توګه ایران ته ننوځي، با صلاحیته چارواکو ته به یې وسپاري او له هېواده به وشړل شي.

پرویز قاسم زاده زیاته کړې؛ په سیستان او بلوچستان کې د غیرقانوني بهرنیانو له ناقانونه اوسیدو سره مبارزه جدي ده او د اجندا په سر کې ده.

دغه ایراني چارواکي د ناقانونه وګړیو د شتون له کبله منفي پایلو، ټولنیزو ستونزو او جرمونو ترسره کولو ته نغوته او اشاره کړې او وایي، چې د دې مسلو د مدیریت لپاره به له ناقانونه وګړیو سره جدي چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او شړلو لړۍ روانه ساتل شوې ده.

څه وخت مخکې په خراسان رضوي کې د بهرنيو وګړیو او مهاجرينو عمومي رييس ويلي وه، چې په روان کال کې له ٩٠ زره ډېر افغانان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته شړل شوي دي.

له دې مخکې د ایران عدلیې وزیر هم ویلي وه، چې په دې هېواد کې ۶۳ سلنه افغان کډوال اوسیږي.

د مهاجرت د نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته شاوخوا ۳ اعشاریه ۶ میلیون افغانان بهر ته کډوال شوي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې ایران ته تللي دي.

Trending

Exit mobile version