Connect with us

تازه خبرونه

په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۲۷ ناروغان مړه شوي

خپور شوی

د

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۷) څرګنده کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او پر کرونا اخته ۲۷ ناروغان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو ۲۷ ناروغانو په ۹ ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډېري یې په کابل او هرات کې دي.

په تېرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۹ ولایتونو ۲۳۲ کسان پر کرونا اخته شوي، چې ۴۸ یې په کابل کې، ۲۵ په بلخ کې او ۲۲ نور په هرات کې دي.

اوسمهال په ټول افغانستان  کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۴۸۱۳۳  ته رسېدلی، چې ۱۹۰۲ ترې مړه شوي او ۳۷۹۸۴ رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وه، چې د ناروغانو او مړینو اصلي شمېر له دې ډېر لوړ دی.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپین‌ږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.

Published

on

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو استوګنیزې سیمې یې پر نښه کړي؛ تر دې مهاله ۳۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپین‌ږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي؛ له بمبارډ  وروسته هغه کلیوال، چې د ژغورنې لپاره راټول شوي وه، تر دوه‌یم برید لاندې راغلل، چې له کبله یې ۲۸ کسان« شهیدان» او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ولوست کلي پر یوه ملکي کور په هوايي برید کې شپږ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول «شهیدان» شوي دي.

دغه راز د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ د برولو کلي پر یوه ملکي کور هم هوايي برید شوی، چې له کبله یې کور بشپړ ویجاړ شوی؛ خو ځاني مرګ‌ او ژوبله نه‌ده اوښتې.

ویل کیږي، چې په دغو بریدونو کې درې کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نه‌ورکوي – نورالله نوري

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د سرپل ولایت په کوهستاناتو سیمه کې د «وحدت او همغږۍ له خلکو سره» ترسرلیک لاندې یوې ولسي غونډې ته ویلي؛ پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي.

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، خپلواکي او ارزښتونه خوندي دي.

هغه زیاته کړې: «هغه کسان، چې د تېر شل کلن بهیر پر مهال یې د خپلو ناسمو موخو لپاره افغانان آزمایلي؛ نور دې د خپلواک افغانستان شعار نه‌ورکوي.»

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پر زور له اسلامي امارت سره ولاړ نه‌دي، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې ګډونوالو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې او څرګندوي، چې اوسنی نظام په خلکو کې داخلي مشروعیت لري.

هغه زیاته کړې، د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې د خلکو له لوري نه‌منل کېږي.

ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې د یووالي او همغږۍ پر بنسټ به د شته نظام ساتنه کوي او اجازه به ورنه‌کړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ شي یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل

د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.

Published

on

د شانګهای همکاریو ټولنې(اس‌سی‌او) سرمنشي ویلي، چې د دې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په څلورم پړاو مشورو کې د افغانستان وضعیت او د دې هېواد د ثبات لپاره هڅې د خبرو بنسټیز ټکي وه.

د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سولې او امنیت» د اړوند اجنډا په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، د افغانستان د ثبات لپاره هڅو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د مرستو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

همداراز د شانګهای همکاریو ټولنې پلاوي مقابل لوري ته د دې بنسټ د راتلونکي سرمشریزې د چمتووالي، د قرغزستان د دورې د غونډو د پایلو او د بنسټ د اصلاحاتو د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.

د شانګهای همکاریو ټولنې سرمنشي ویلي، چې دا مشورې په رغنده چاپېریال کې ترسره شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117