تازه خبرونه
په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۲۷ ناروغان مړه شوي
(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۷) څرګنده کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او پر کرونا اخته ۲۷ ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو ۲۷ ناروغانو په ۹ ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډېري یې په کابل او هرات کې دي.
په تېرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۹ ولایتونو ۲۳۲ کسان پر کرونا اخته شوي، چې ۴۸ یې په کابل کې، ۲۵ په بلخ کې او ۲۲ نور په هرات کې دي.
اوسمهال په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۴۸۱۳۳ ته رسېدلی، چې ۱۹۰۲ ترې مړه شوي او ۳۷۹۸۴ رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وه، چې د ناروغانو او مړینو اصلي شمېر له دې ډېر لوړ دی.