تازه خبرونه

په تېرو ۳ میاشتو کې له ۳۳ زره ډېر د کار جوازونه وېشل شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۱ زره ۵۶۷ کسان په حکومتي سکټور او ۹ زره ۸۰۹ نور هېوادوال په خصوصي سکټور کې پر دندو ګمارل شوي دي. همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

Published

on

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳ زره ۲۰۰  قطعې د کار جوازونه وېشلي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۱ زره ۵۶۷ کسان په حکومتي سکټور او ۹ زره ۸۰۹ نور هېوادوال په خصوصي سکټور کې پر دندو ګمارل شوي دي. همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي: « له دې ارقامو سره د  ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال  په ۳ ربعو کې د وېشل شوو کاري جوازونو شمېر ۹۰ زره ۲۳۱ قطعو ته ورسېد.»

د یاد وزارت د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې؛ تېره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته ۴ زره ۴۶۱ هېوادوالو مراجعه کړې، چې  ۲ زره ۵۶۹ کسان امارتي او خصوصي سکټورونو او بنسټونو ته معرفي شوي او  ۱۷۸۰ کسانو دندې هم ترلاسه کړې دي.

ویل کیږي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت بریالی شوی، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د کارموندنې ۹ فعال خصوصي شرکتونه هم وارزوي.

Trending

Exit mobile version