روغتيا
په تېرو ۴۵ ورځو کې له تنفسي ناروغیو ۴۰۰ ناروغان مړه شوي
له تېرو پېنځه څلوېښت ورځو راپدیخو په افغانستان کې د تنفسي او سینې ناروغيو له کبله له ۴۰۰ ډېر ناروغان مړه شوي، چې ډېر يې ماشومان دي.
د عامې روغتیا وزارت له دوه میاشتو څخه په لږ وخت کې د تنفسي او سینې ناروغیو له کبله د مړینې ټکان ورکوونکې شمېرې خپرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو پېنځه څلوېښت ورځو کې ۱۹۰ زره کسان د تنفسي او سینې پر ناروغیو اخته شوي، چې ډېر یې ماشومان دي.
مسوولینو په ډاګه کړې، چې په همدې موده کې څلور سوه کسان له تنفسي نارغیو مړه شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر ټولو ډېر ناروغان په کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې دي.
له تېرو درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې تنفسي ناروغي مخ پر ډېرېدو ده؛ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې له ۹۰۰۰۰۰ ډېر پدې ناروغۍ اخته شوي او ۱۷۰۰ نور مړه دي. په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې له ۹۴۴۰۰۰ څخه ډېر کسان پرې اخته شوي او ۱۹۰۰ ترې مړه دي. د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په دوه میاشتو کې له ۱۸۸۰۰۰ ډېر کسان دې ناروغۍ نیولي، چې ۴۳۶ یې مړه شوي دي. پر ۲۰۲۲ زېږیز کال په ننګرهار کې ۱۴۵۶۰، کابل کې ۲۰۹۹۰ او بلخ کې ۲۳۰۷۵ ناروغان ثبت شوي دي. د کابل روغتونونو ۴۵، د بلخ ۷۵ او د ننګرهار روغتونونو ۸۸ کسان مړه ثبت کړي دي.
ډېره سړه هوا او د کورونو د تودولو لپاره د پلاستیکو او ربړونو سوځولو چاپېریال ککړ کړی، چې نه یوازې د تنفسي ناروغیو اصلي سرچینې نومول شوي، بلکې د ماشومان په ګډون یې مړینه هم رامنځته کړې ده.
د اندرا ګاندي د ماشومانو د روغتون مشر حسیب رحیمزي وردګ ويلي؛ د سینې ناروغیو د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګوني ناروغي ده او هغه ماشومان ډېر پرې اخته کیږي، چې بدن یې کمزوری او یا پر خوارځواکۍ اخته وي.
دا ناروغي په داسې حال کې ډېره شوې، چې د افغانستان روغتیايي خدمتونه د وروستیو بدلونونو له کبله سخت زیانمن شوي او په تېرو کلونو کې هم له پېنځه کلونو څخه په ټيټ عمره هرو پېنځه ماشومانو کې یو یې د سینې ناروغۍ له کبله مړ کېده.
روغتيا
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
د قطر د سرې میاشتې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره پر زړه د سوریو ۱۶۹ ماشومانو د درملنې یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړهلیک د شنبې پر ورځ ( د غویی نههویشتمه ) د قطر د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مشر محمد صالح ابراهیمي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړهلیک د لاسلیک په مراسمو کې مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې ټولنې له پرلهپسې مرستو هرکلي او مننه وکړه.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو دوه کلونو کې درې زره او ٩٤ ماشومان، چې د زړه پر سوري ناروغۍ اخته ول د درملنې لپاره کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
ویل کیږي، چې پدې ناروغۍ اخته زرګونه نور ماشومان درملنې ته پر تمه دي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ
عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوهیمې نېټې روان وي.
عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.
پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
-
روغتيا2 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
-
تازه خبرونه1 day ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي