تازه خبرونه

په تېرو ۴ ورځو کې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې د قندهار د امنيه قومندانۍ له خوا په جنوبي حوزه کي د پاکستانۍ کالدارۍ پر راکړه ورکړه د بندیزپرېکړه وشوه؛ د افغانۍ په ارزښت کي د پام وړ زیاتوالي راغي.

د شهزاده سرای د صرفانو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، په وروستیو ۴ ورځو کي افغانۍ  په بیساري  ډول خپل ارزښت لوړ کړی دی.

هغه زیاتوي،  افغاني لس سلنه د دالر په وړاندې خپل ارزښت لوړ کړی او اووه لس سلنه يي د پاکستاني کالدارۍ په وړاندي خپل ارزښت لوړ کړی دی.

کلیپ حاجي ځیرک زیاتوي، که د جنوب د حوزي د خلکو په څیر د هېواد د ختیځ خلک هم د کالدارۍ پر ځای افغاني په دوران کي راوړي؛ نو له شک پرته به د افغانۍ ارزښت نورهم لوړ شي.

د هغه په وینا؛ ولس باید په دې برخه کې له خپلو پیسو د فاع وکړي.  

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د افغانستان بانک باید دا کارپه تېرو لس کلو نو کي کړی وای؛ خو، چې اوس د قندهار د امنیه قومندانۍ  له خوا دا ګام  پورته شوي بانک باید له دې لړۍ ملاتړ وکړي او یوه اقتصادي ستراتیژي ورته جوړه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي، د نړي په ټولو بانکو نو کي د افغانستان بانک په څیر ویده بانک نشته. اوس، چې دا کار د قندهار د امنیه قومندان له خوا شوی باید د ملاتړ له پاره یی لاس په کار شي او که داسې نوي، نو ښایي دا ارزښت هم مقطعې وي.

که څه هم د اقتصادي چارو کارپو هان د افغانۍ د ارزښت د لوړیدو له پاره خوښ بریښي؛ خو له دولت څخه غواړي، چې د دې ارزښت د ساتني له پاره لازم تدابیر ونیسي. که داسې ونه شي، نو ښايي یو شمېر سوداګر زیانمن شي.

خبریال: اسلم حجاب  

Trending

Exit mobile version