تازه خبرونه

په تېرو ۵۰ ورځو کې طالبانو ۲۶۱ ملکي وګړي وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ طالبانو د ۵۰ ورځو راپدیخوا په یو شمېر ولایتونو کې تاوتریخوالی او وسلوال بریدونه ډېرکړي؛ ۲۶۱ملکي وګړي یې وژلي او ۶۰۲ نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ په دې پنځوس ورځو کې د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کې طالبانو ته هم درانده ځاني زیانونه اوښتي دي. 

د ملي اردو چارواکو ویلي، د هلمند لپاره د طالبانو د پوځي کميسیون مرستیال وژل شوی.

پو ځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي؛ د طالبانو دا تحرکات د سولې بهیر ته شا اړول او د دوحې له هوکړې څخه سرغړاوی دی او د سولې او جګړې معادله یې بدله کړې ده.

طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو خبرو ته غبرګون ندی ښودلی؛ خو په تېرو کې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر دوه یم مرستیال ویلي؛ طالبانو په دوحه کې د سولې خبرې له ځنډ سره مخ کړي؛ د تاوتریخوالي د کموالو او د خبرو د پرمختګ لپاره یې خپله یوه ژمنه هم پلې کړې نده

Trending

Exit mobile version