تازه خبرونه
په تېرو ۶ مياشتو کې ٣٢٠ ملکي وګړو ته له پخوا پاتې چاودېدونکیو توکو مرګ او ژوبله اړولې
د سره صليب د نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د بېلابېلو چاودو توکو له کبه د ٢٦۴ ماشومانو په ګډون ٣٢٠ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د سره صليب کمیټې چارواکو ويلي؛ د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د تېر کال پر پرتله له پخوا پاتې چاودېدونکیو توکو د چاودنې له کبله ٣٢٠ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۲۶۴ یې ماشومان دي.
په افغانستان کې د تېرو څلور لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي اوس هم خلکو ته مرګ او ژوبله اړوي.
د سره صليب د نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د بېلابېلو چاودو توکو له کبه د ٢٦۴ ماشومانو په ګډون ٣٢٠ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دا کمیټه اټکل کوي، چې ماشومان د ټولو قربانیانو ۸۳ اعشاریه ۵ سلنه جوړوي.
په افغانستان کې د سره صلیب روغتون رییس نجم الدین هلال ويلي؛ په هېواد کې کلونه کلونه جګړې د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان له فزیکي نیمګړتیاوو سره مخ شي.
دغه راز د جګړې په بهیر کې د ناچاوده توکو یو شمېر قربانیان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
که څه هم په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې؛ خو د جګړې پاتې شوني او چاودېدونکي توکي اوس هم له خلکو قرباني اخلي. ساري ناروغۍ، خوارځواکي، تاوتریخوالی او رواني روغتیا د جګړې د غیر مستقیم زیان نښې ګڼل کیږي.
خو يو شمېر معلولين، چې د جګړو له کبله يې پښې له لاسه ورکړي؛ له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي.
ډاکټران قیس ټینګار کوي، چې دا ماشومان له وضعیت سره د مقابلې لپاره اوږد مهاله ملاتړ او چوپړ ته اړتیا لري.
د سره صلیب د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰ زره معلولین د نړیوالې ټولنې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې دي.