تازه خبرونه
په تېرو ۶ میاشتو کې له یو میلیون ډېرې برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي
د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له یو میلیون ډېرې برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
یادې ادارې د شنبې پر ورځ (د کب ۷ ) څرګنده کړې؛ تر ټولو ډېرې برښنایي پېژندپاڼې په کابل، کندهار، هرات، خوست، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې وېشل شوې دي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولو ولایتونو کې د چاپ شویو پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ساتل شوې ده.
دغې ادارې په ډاګه کړې، چې د کابل په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د برښنایي پېژندپاڼو انلاین غوښتنلیک سیسټم فعال دی.
