تازه خبرونه
په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د کډوالو او راستنیدونکیو د ستونزو د څېړلو لپاره هرات ته رسېدلی دی.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي محمد ارسلا خروټي نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي، چې ډېري یې پر زوره ایستل شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال ټینګار کړی، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند موضوع څو ځله د ایران له حکومت سره یاده شوې ده.
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو مرستیال محمد ارسلا خروټی وایي: مونږ د ایران له حکومت سره هم اړیکه ونیوله او د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ او خپله نارضايتي مو ورته څرګنده کړه. هغه کسان، چې له افغانانو سره پر ناوړه چلند تورن دي، باید محاکمه شي او مجرمین باید مجازات شي.
په دې خبري غونډه کې د امريکا يوې خيريه موسسې هم د کډوالو چارو رياست ته د جامو يوه ستره مرسته وسپارله، چې په پام کې ده د دغو جامو ډېره برخه په ډېرو ولايتونو کې پر اړمنو خلکو ووېشل شي.
د خيريه بنسټ د همغږۍ مسوول فرهاد ساپي ويلي: دوى زيانمن او اړين دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه لېږد شاوخوا پېنځه میلیون ډالر ارزښت لري؛ نو اړتیا ده، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پر ټولو اړمنو کسانو ووېشل شي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي: مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې مرسته شوې شتمنۍ به په پوره شفافیت سره مستحقو او اړمنو کسانو ته ورسوو.
دا مرستې په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغانانو د ویستلو لړۍ چټکه شوې او چارواکي وايي، هره ورځ د اسلام کلا له پولې له ۳۰۰۰ ډېر افغانان هرات ته رادننه کیږي.