تازه خبرونه
په تېر يو کال کې د افغانشتان ۵ میليون اړمنو وګړو ته مرستې رسېدلي
د سره صليب د نړيوال فډراسيون د آسيایي برخې مشر الکسانډر مټيو او مل پلاوي یې د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ الکسانډر مټيو په خپلو خبرو کې لومړی د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندي کړ او ترڅنګ یې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو وزارت له همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
مټيو د راپور په یوه برخه کې څرګنده کړې، چې په تېر يو کال کې یې له افغانانو سره د مرستو په برخه کې ۲۸ ميليون سويسي فرانک د ۵ میليون اړمنو وګړو پر صحت، اوبو رسولو او طبيعې پېښو ته رسيدو لګول شوي دي.
په کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې خدمات، همکارۍ او فعاليتونه وستایل او د سره صليب نړيوال فډراسيون پلاوي ته یې د هېواد اړمنې سیمې او برخې پر ګوته کړې، چې د همکارۍ ژوره اړتیا په کې لیدل کیږي.
ویل کیږي، چې مولوي متقي صاحب له مټیو وغوښتل، چې د افغانستان واقعي انځور او په خپلو سترګو لیدلی وضعیت تر نړیوالو وروسوي او د افغانان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم چټکې او د روغتیا په برخه کې د نورو ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د داخلي روغتونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
