تازه خبرونه

په تېر کال کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه امنیتي ادارو ته وروپېژندل شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د عدلیې وزارت څرګنده کړې، چې تېر کال دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه امنیتي ادارو ته د “ناقانونه” فعالیتونو له کبله ورپېژندل شوي دي.

عدلیې وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یې د سلګونه ټولنیزو بنسټونو فعالیتونه څارلي او څېړلي دي.

د دې څېړنو په پایله کې د دوه سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو بنسټونو دفترونه لغو او هغه خیریه بنسټونه، چې له اجازې پرته یې غیر قانوني هڅې ترسره کولې وتړل شول او مسوولین یې امنیتي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغو ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو نومونه یاد شوي ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عدلیې وزارت د ګوند تر نامه لاندې هر ډول سیاسي فعالیت منع کړی دی.

Trending

Exit mobile version