ساینس او ټیکنالوژي
په تېر کال کې د نړۍ یو هېواد هم د پاکې هوا معیارونه پوره کړي ندي
د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) ویلي؛ په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ یو هېواد هم بریالی شوی ندی، چې د پاکې هوا معیارونه پوره کړي.
د سې شنبې پر ورځ په ۶۴۷۵ ښارونو کې د ککړتیا معلوماتو ښودلې، چې ان د پاکې هوا نړیوالو معیارونو ته نه پاملرنې د کرون ویروس بیا خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې سپارښتنه کړې، چې د پي ام – دوه اعشاریه پېنځه نومي پېژندل شوي کوچني او خطرناک ذرات باید په هر مکعب مټر کې له ۵ مایکرو ګرامو څخه ډېر نه وي. د تېر کال د لارښوونو له بدلولو وروسته څرګنده شوه، چې حتی ټیټ غلظت یې هم د پام وړ روغتیایي خطرونه رامنځته کوي.
د یادې سروې له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۳ اعشاریه ۴ سلنه ښارونو معیارونه پوره کړي دي. د اړوند معلوماتو له مخې؛ د سویس د ککړتیا ټکنالوژۍ شرکت IQAir په ۹۳ ښارونو کې د د پي ام – دوه اعشاریه پېنځه کچه د وړاندیز شوي کچې ۱۰ ځله ډېره لیدل شوې ده.
د یاد شرکت د مشر کریسټي شروډر د څرګندونو له مخې؛ ډېري هېوادونه شته، چې د کمولو په برخه کې لوی ګامونه پورته کوي. چین د یو څه خورا لوی شمېر سره پیل کړی او د وخت له تېریدو سره کمیدو ته دوام ورکوي؛خو په نړۍ کې داسې ځایونه هم شته، چې د پام وړ ډېر څه خرابیږي.
د یو شمېر معلوماتو له مخې؛ په هند کې د ککړتیا کچه په ۲۰۲۱ کې نوره هم خرابه او نوي ډیلي د نړۍ ترټولو ککړه پلازمېنه پاتې شوه او بنګله دیش ترټولو ککړ هېواد و. اوس هم د تېر کال په پرتله هیڅ بدلون ندی راغلی. په داسې حال کې، چې چاډ د لومړي ځل لپاره د آفریقایي هېواد ډاټا کې شامل شو او دوه یم ځای لري.