په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د تازه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز. کال په وروستیو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له کبله ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.
یوناما څرګنده کړې: دا له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې له هغه وخت څخه یې د دې ډول پېښو منظم ثبت پیل کړی؛ تر ټولو لوړ شمېر دی.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د اوکټوبر د نښتو او ځاني زیانونو لوړه کچه، چې د اوکټوبر له لسمې څخه تر اووهلسمې پورې هغه مهال رامنځته شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زورواخیست.
د اوکټوبر پر یوولسمه او دولسمه د پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو د استوګنې سیمې د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلې دي.
د اوکټوبر پر پېنځلسمه تر ټولو خونړۍ ورځ وه؛ پدې ورځ د کندهار په سپینبولډک کې د نښتو او هوايي بریدونو، په کابل کې د چاودنو او همدارنګه په خوست او پکتیکا کې د پېښو له کبله ۳۵ کسان ووژل شول او ۴۲۲ نور ټپیان شول.
سره له دې، چې د اوکټوبر د پېنځلسمې پر ماښام اوربند اعلان شو؛ خو یوناما په ورپسې ورځو کې نورې پېښې هم ثبت کړي، چې د اوکټوبر پر اووهلسمه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پر یوه هوایي برید ۱۱ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې د یوناما دغه راپور تائید کړی او څرګندوي، چې د پاکستان په بریدونو کې د افغان لوبغاړو په ګډون ملکي افغانان وژل شوي دي.