تازه خبرونه

په تېر کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه مو له ۷۰۰۰ ډېرې دوسیې څېړلي

د دې وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېر کال کې یې د اسلامي امارت رهبر  ته ۴۷ قوانین د توشیح  لپاره استولي، چې تر اوسه یې پېنځه قوانین توشیح شوي دي.

Published

on

د عدلیې وزارت وايي، په تېر کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د ملکیتونو د شخړو د حل په موخه مو ۹۲۸۷ دوسیې څېړلي او یو اعشاریه  شپاړلس میلیارډ افغانۍ په اداري او سوداګریزو برخو کې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو نن (یکشنبه د زمري څوارلسمه) د خپل یو کلن کاري پروګرام په لړ کې ویلي، چې د محاکمو د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ په اداري او سوداګریزو برخو کې یو میلیارډ او شپاړس میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالکریم حیدري وايي، د تمدن ټلویزیون د ملکیت په اړه هم څېړنې روانې دي.

هغه وایي: دغه اسناد د ازموينې لپاره کميسيون ته سپارل شوي دي. دا د ټلویزیوني خپرونو مسله نه‌وه، خو د املاکو مسله وه.

د دې وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېر کال کې یې د اسلامي امارت رهبر  ته ۴۷ قوانین د توشیح  لپاره استولي، چې تر اوسه یې پېنځه قوانین توشیح شوي دي.

دغه راز دې وزارت ۱۰۱ تقنیني سندونه هم د تسوید مرحلې ته رسولي دي.

 دغه وزارت ۷۷۴ دارالوکالې څارلي او ۱۵۹۰ وکیلانو  ۳۶۷۲ کسانو د معاملاتو جوازونه ترلاسه کړي دي.

Trending

Exit mobile version