تازه خبرونه

په تېر کال کې له یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

Published

on

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ د اکمالاتو او امنیت له مشرې شوکو شیمو زاوا سره په کتنه کې ویلي، چې په تېر کال کې له یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي؛ هېوادوال او اسلامي امارت وتوانید، چې په درنښت یې خپلو اصلي استوکنځیو ته ورسوي او ستونزې یې ښې مدیریت کړي.

خلیل الرحمن حقاني له راستنیدونکیو سره د بشري مرستو دوام اړین وباله او په کارونو کې یې پر همغږۍ او تفاهم ټینګار څرګند کړ.

میرمن شموزاوا ویلي، چې د افغان کډوالو ستونزې یې د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره شریکې کړي او وړاندیز یې کړی، چې د کډوالو کارتونه دې نوي او له دوی سره دې ښه چلند وشي.

Trending

Exit mobile version