تازه خبرونه
په تېر یو نیم کال کې۶۴۰ افغان ماشومانو ته په ماین چاودنو کې مرګ و ژوبله اوښتې
د سره صلیب نړیوالې کمیتې د سې شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۲۷ ) راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او د ۲۰۲۳ کال د جون تر منځ په ۵۴۱ پېښو کې ۶۴۰ ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
سره صلیب په دې راپور کې په ډاګه کړې؛ دا شمېر د ټولو ملکي تلفاتو نږدې ۶۰ سلنه (۱۰۹۲ کسان) جوړوي، چې د ناچاودو توکو له چاودنو رامنځته شوي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې ویلي، چې ناچاوده توکي د جګړې له پای ته رسیدو وروسته خپلو کورونو او ټولنو ته د راستنیدونکیو ملکي خلکو لپاره خورا اصلي او تلپاتې ګواښ دی.
د سره صليب په راپور کې ويل شوي، که څه هم جګړه کمه شوې؛ خو د خلکو ژوند اوس هم ماینونه ګواښي؛ ځکه، چې د ماينونو او نورو ناچاودو توکو د پاکولو هڅې په بشپړه توګه بريالۍ نهدي. دا د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست په میاشت کې د تلفاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې ویلي، چې ماشومان په ځانګړي توګه زیانمنونکي دي؛ ځکه، چې دوی ناڅاپه پر ځمکنیو ماینونو پښې ږدي او یا له ناچاودو وسلو سره لوبې کوي.