تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.
وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینهوو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونهتپي.