تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د ۸۰۰ افغان مهاجرو مړي افغانستان ته رالېږدول شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۲)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ افغان کډوالو مړي افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو پر بنسټ؛ په تېر یوه کال کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا لس زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

 د ک‌ډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې شاوخوا څلور زره افغانان د پاکستان او ایران له زندانونو خوشې او افغانستان ته را لیږدول شوي دي.

محمد ارسلاح خروټی وايي؛ اووه ميليونه افغانان له هېواده بهر دي او درې ميليون نور په هېواد کې دننه بې ځايه شوي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي؛ د پاکستان او ایران په زندانونو کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون له‌پاره خبرې روانې دي.

د یادونې ده، چې د راستنیدونکیو لپاره د مرستو راجلبولو لپاره د حل لار پیدا کول؛ په هېواد کې د بیځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل او د راستنېدو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څو اړخیزو ناستو جوړول په روان لمریز کال کې د کډوالو چارو وزارت اړین کارونه دي، چې ملت ته یې وړاندې کړل.

Trending

Exit mobile version