تازه خبرونه

په تېر یو کال کې له ۱۳ میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول شوي – د کانونو وزارت

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۲, ۱۴۰۱

د کانونو او پترولیم وزارت د سې شنبې پر ورځ په هغه رسنیزه ناسته کې، چې ملت ته د حساب ورکونې په مناسبت جوړ شوې وه؛ د ۱۳.۲ میلیارد افغانیو د راټولو خبر ورکړ.

د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په خپلو خبرو کې ویل، چې د کانونو او پترولیم وزارت په تېر یو کال کې د ۱۵۸ کوچنيو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي او د ۱۳ لویو کانونو پروژې یې داوطلبۍ ته سپارلې دي.

نوموړي څرګنده کړې؛ په تېر یو کال کې، د کونړ او ننګرهار د مرمرو پروژو او د پروان د تراورتین پروژې قرار داد لاسلیک شوي، د غور د سرپو، جستو او تولک پروژو او د هرات د اوسپنې پروژې لپاره پر راټولو شویو پروپوزلونو کار روان دی. د جبل السراج او سمنګان د سمنتو پروژو له قرار داد ګټونکیو شرکتونو سره خبرې روانې دي او د هرات مس شیدا پروژه د اکتشاف په پړاو کې ده.

د یاد وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د کټواز حوزې د نفتو د هوایي سروې لپاره د چين هېواد سره همغږي پیل شوې او د قشقري د نفتو استخراج کار جریان لري، چې په منځنۍ کچه هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ټنه خام نفت استخراجیږي او دا چاره د ملي عوایدو په ډېرولو کې رغنده برخه لري.

دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت په ډاګه کړې؛ د نویو کانونو د سروې لپاره په مرکز او ولایتونو کې کاري ډلې ګومارل شوي او د سروې چارې روانې دي.

سربېره پر دې د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د میس عینک پروژې لپاره د چینایي شرکت (MCC-JCL) او تاپي پروژې د عملي چارو پیل لپاره د (TPCL) شرکت سره همغږي او خبرې روانې دي.

د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر ویلي؛ د چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره په تېر یو کال کې د حقوقي اسنادو پر اصلاح او تعدیل کار روان دی او سربېره پردې یاد وزارت د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال لپاره د ضرورتونو پر بنسټ تشکیل اصلاح او دغه تشکیل د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ اوسمهال په یاد وزارت کې ۲۲۲۵ کسان په کار بوخت دي، چې ۱۴۳۹ کسان په مرکز او ۷۸۶ نور په ولایتونو کې خپلې دندې ترسره کوي.

د دغه وزارت د چارسمبالي د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت ته ۵۸۰ میلیون افغانۍ کلنۍ بودجه منظور شوې، چې ۵۶۲ میلیون افغانۍ عادي او ۱۸ میلیون نوره پراختیایي ده.

د کانونو د سکتور د ستراتیژیک پلان سند تطبیق، د لویو کانونو پر پروژو کار کول، د پانګونې جذب، د معادن په سکتور کې د حقوقي اسنادو بشپړول او ړڼښت رامنځته کول په روان کال کې د یاد وزارت کاري لومړیتوبونه یاد شوي دي.

ویل کیږي، چې په دې اداره کې د اصلاحاتو بهیر پیل شوی او دغه وزارت غواړي، چې په خپل تشکیل کې دوه زره نور پوسټونه رامنځته او په اړوند برخو کې نور څانګوال او متخصصین هم جذب کړي.

Trending

Exit mobile version