تازه خبرونه

په تېر یو کال کې نږدې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۹)

د افغانسنان بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې؛ د دوه زره شلم میلادي کال په هرو څلیریشت ګړیو کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د افغانستان د جګړې په تېر میلادي کال کې د ملکیانو پر مرګ و ژوبلې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون راپور خپور وړاندې کړی او څرګندوي، چې د تېر میلادي کال په هرو څلیریشت ګړیو کې اته ولسي وګړي وژل شوي او پېنځلس نور ټپیان دي.

 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د تېر میلادي کال کې په جګړو کې نږدې درې زره ولسي وګړي وژل شوي او پېنځه زره پېنځه سوه ټپیان دي، چې د وړم کال په پرتله د ولسي وګړیو په ځاني زیان کې یوویشت سلنه کموالی ښیي.

په  ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۲۹۵۸  ولسي وګړي وژل شوي، ۵۵۴۲ نور ټپیان دي، چې ۵۵۳۹ یې نرینه، ۸۴۷ میرمنې او پاتې ۲۰۱۹ نور ماشومان.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال محمد نعیم نظري څرګنده کړې؛ په دې راپور کې طالبان د دريپنځوس، حکومت او ملاتړي یې د پېنځلس، داعش د پېنځه او ناڅرګنده د ۱۱۷ مرګ و ژوبلې عاملین بلل شوي.

د بشري حقونو په راپور کې راغلي: د تېر میلادي کال په یو سل و نهه شپېته موخه ییزو بریدونو کې ۲۲۵۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې د وړم کال په پرتله ډېروالي ښيي؛ خو په ټولیزه توګه د وړم کال په پرتله د ولسي وګړیو مرک و ژوبله کمه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په جګړه کې ښکېلو خواوو ته دیارلس وړاندیزونه کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د سولې خبرې چټکې کړي او پر اوربند سلا وکړي.

دې کمیسیون زیاته کړې، چې دواړو خواوو ته یې د جګړې د درولو لپاره سر خلاصي لیکونه استولي؛ خو بابیزه ګڼل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر زېږدیز کال کې د افغانستان په شل ولایتونو کې سختې جګړې روانې وې او د پخوانیو ژمیو پر خلاف دا جګړې اوس هم روانې دي. د جګړې د ښکېلو لوریو له څرګندونو جګړې ته چمتوالی ښکاري، چې د ولسي ځاني زیانونو د لوړیدو اندېښنې هم ور سره مل دي.

Trending

Exit mobile version