کوید۱۹

په جاپان کې دوه کسان د مډرنا واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۰)

رویټرز د جاپان د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په جاپان کې دوه کسان د مډرنا کرونا واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړه شوي دي.

د جاپان عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې دوه جاپاني وګړي، چې عمرونه یې له ۳۰ کالو پورته دي د مډرنا کرونا ویروس دوه یم ډوز له ترلاسه کولو وروسته مړه شوي.

جاپان د ټاکډا درمل جوړولو شرکت د راپور پربنسټ مډرنا واکسین د ککړتیا له کبله بند کړل.

د ټاکډا درمل جوړونې او مډرنا شرکت په یوه بیان کې ویلي؛ په دې وخت کې مونږ هیڅ داسې شواهد نه ګورو، چې د دوی مړینه د کرونا له مډرنا واکسین له کبله وي. دا اړینه ده، چې په دې اړه رسمي څېړنه ترسره شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې ۱۲۴ میلیون جاپانیانو کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version