ساینس او ټیکنالوژي
په جاپان کې د نړۍ دوه بڼی لومړی موټر نندارې ته وړاندې شو
د شنبې پر ورځ د جاپان د توکیو په کایو ښار کې د نړۍ دوه بڼی لومړی موټر، چې پر سړک او پټلۍ دواړو د ګرزېدا وړتیا لري؛ نندارې ته وړاندې شو.
دغه موټر ډي ام وي نومول شوی او بس ته ورته ښکاري، چې هم ربړي ټایرونه لري او هم پر پټلۍ تېریږي.
د راپور له مخې؛ دغه بس، چې کله پر پټلۍ حرکت ته چمتو شي؛ ټایرونه پورته او خپل پولادي څرخونه پر پټلۍ راکښته کوي او ریل ته ورته حرکت پیلوي.
د جاپان د ریل پټلۍ اجرائیوي مشر شیګاکي میورا، چې دغه دوه ګونی موټر چلوي؛ ویلي، چې دا موټر به د کوچنیو ښارونو لپاره ګټور وي.
شیګاکي میورا تېره جمعه رویټرز ته ویلي وه، چې ځایي خلکو ته د بس کارورکوي، چې د ریل پټلۍ ته یې ورسوي. په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې، چې ډېر عمر لرونکی نفوس لري؛ د تګ راتګ آسانه وسیله هم ده.
په راپور کې راغلي، چې دغه موټر د ریل ګاډي په توګه کولی شي په یوه ګړۍ کې ۶۰ کیلومټره لار ووهي او ۲۱ مسافر ولیږدوي؛ خو پر سړکونو به د ۱۰۰ کیلومټرو پر چټکیا حرکت ولري.
د راپور له مخې، په دې وسیله کې له ډیزلو کار اخیستل کیږي او څو ښارونه به سره ونښلوي.
نوموړی هیله لري، چې د دې پروژې لیدلو ته به د ټول جاپان د ریل پټلۍ مینه وال وهڅول شي.