تازه خبرونه

په جاپان کې د هیاشن نومي توپان له رارسیدو مخکې سلګونه زره خلک کډوال شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۳۹۹)

د جاپان حکومت سلګونه  زره خلکو ته سپارښتنه کړې، چې له راروان توپان څخه د ژغورنې لپاره خپل کورونه تش کړي او ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.

هوا پېژندونکیو ویلي، چې هیاشین توپان ډېر پراخه دی او کولی شي په یوه ګړۍ کې ۲۵۲ کیلومتره واټن ووهي.

جاپاني چارواکي وايي، چې له سویلي څنډو یې له سل زره ډېرو کورنیو ته د وتلو سپارښتنه شوې ده.

دا د یوې اوونۍ په بهیر کې دوه یم ځواکمن توپان دی، چې دا هېواد ورسره مخ کیږي.

چارواکو زیاته کړې، چې له توپان مخکې ۲۴۶۲۵۱ کسان په کاګوشیما او ۳۶۳۹۲ نور په ناګازاکي کې له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

د جاپان د هوا پېژندنې چارواکو یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ د زیانمنو سیمو خلک باید له خپلو کورونو ووځي. ان که دوی پر کرونا ویروس له اخته کیدو اندېښمن وي.

جاپان تایمز په ډاګه کړې، چې د سوني او تیوتا په ګډون څو نورو شرکتونو هم خپل فعالیتونه بند کړي او د اوسپنیزو کرښو دوه شرکتونو ویلي، چې دوی به هم خپل ځینې خدمتونه وځنډوي.

له بلې خوا سي ان ان څرګنده کړې، چې ښایي دغه توپان د کوریا تاپو وزمې ته هم ورسیږي.

Trending

Exit mobile version