کوید۱۹

په جاپان کې د کرونا مثبتې پیښې له ۱۰۰۰۰۰ واوښتې

Published

on

جاپاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۰۰۰۰۰ اوښتی دی.

د یومیوري شیمبون ورځپاڼې د راپور له مخې، د روان کال له پیل راپدیخوا په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېرشوی دی.

د راپور له مخې، د دغو پېښو یو پر پېنځمه برخه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اومیکرون نومی د کرونا ویروس بدله شوی بڼه په هیواد کې خپره شوې ده.

Trending

Exit mobile version