لوبی
په جاپان کې زرګونه کسان د ټوکیو المپیک لوبو د ځنډولو غوښتنه کوي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ته ۲۳۰۰۰۰ څخه ډېرو خلکو خلکو په یوه لیک کې لاسلیک کړی، چې د توکیو المپیک لوبې دې وځنډول شي.
رویټرز په ډاګه کړې، چې دا غوښتنې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر شوې دي.
له دې مخکې هم د ټوکیو المپیک لوبې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ځنډول شوې وې.
په جاپان کې د دغو سیالیو برابروونکی کینجي اوټسونومیا ویلي؛ د جاپان خلک غواړي، چې د لوبو په اړه زمونږ نظرونه رد نکړي؛ خو اوس ځینې خلک په دې هیله دي، چې د المپیک لوبې اوسمهال وځنډول شي.
د لوبو برابروونکی او د جاپان حکومت وايي، لوبې باید پر کرونا ویروس د بریا د سمبول په توګه ترسره شي.
حکومت وايي، چې د دې لوبو پروتوکول چمتو شوی دی.
په جاپان کې یوه ټولپوښتنه ښیې، چې اکثریت خلک د سیالۍ مخالف دي او ځینې نوربیا شکمن شوي.
په جاپان کې د یوه پلورنځي خاوند کاتسومي آبیکو رویټرز ته ویلي: دا بې معنا ده، چې په داسې شرایطو کې المپیک لوبې ترسره شي. که مونږ نن د دې لوبو د ځنډولو پرېکړه وکړو؛ جاپان به مونږ ونازوي او په تاریخ کې به یاد شي.
د جاپان حکومت د می د میاشتې تر پایه بیړنی حالت اعلان کړی، چې د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې فایزر او بایوټیک شرکتونو په لوبو کې برخه اخیستونکیو ته د کرونا واکسین د ډالۍ کولو ډاډ ورکړی دی.