نړۍ
په جاپان کې له اورلګېدنې ۲۷ کسان مړه شول
(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۰)
رویټرز راپور ورکړی، چې د جمعه پر ورځ د لیندۍ ۲۶ د جاپان په یوه کلینیک کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي، دغه پېښه په اوساکا ښار کې رامنځته شوې ده.
د جاپان ان اچ کی خبري شبکې راپور ورکړی، چې اورلګیدنه د اوساکا ښار د کیټا وارډ د سیمې په یوه کلینیک کې رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې پېښه د څو پوړیزې اداري ودانۍ په څلورم پوړ کې رامنځته شوې او په ۳۰ دقیقو کې دننه اور مړ شوی دی.
د جاپاني پولیسو ويلي، چې د یادې اورلګېدنې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.