ساینس او ټیکنالوژي
په جاپان کې لومړنی برښنایي ټویوټا موټر تولید شو
په جاپان کې ټویوټا شرکت د لومړني برښنایي ټویوټا موټر د تولید چارې پیل کړې، چې د بیټرۍ د چارج په اړه یې د چلوونکیو د اندېښنو په کمولو کې مرسته کوي.
د شته معلوماتو له مخې؛ د بینزیني – برښنایي هایبرډ ماډلونه د جاپان په کورني بازار کې د برښنایي موټرو په پرتله خورا مشهور دي، کوم، چې تېر کال په جاپان کې د پلورل شوي مسافر وړونکیو موټرو یوازې یو سلنه برخه جوړوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د برښنایي موټرو بازار چټکه وده کوي او د ټیسلا په ګډون بهرني موټر جوړونکي شرکتونه د جاپان بازار ته د ننوتو په حال کې دي.
ټیوټا BZ4X د بیمې، رغونې او د بیټرۍ د لګښت له ډاډ سره پر ۳۹۰۰۰ ډالرو پلورل کیږي.
د CLSA شنونکي کریسټوفر ریشټر ویلي: که څه هم په جاپان کې له برښنایي موټرو ډېر هرکلی ندی شوی؛ خو دا حالت مخ پر بدلېدو دی او ټویوټا ممکن د موټرو پلورلو پرځای پر اجاره ورکولو له تمرکز سره د بازار برخه له لاسه ورکړي. په هرصورت، په دې برخه کې کوم روښانه لید شتون نلري.
ټویوټا د تېر کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپلو موټرو د برښنایي کولو لپاره ۶۲ میلیارد ډالر ځانګړي کړي.