سیمه ییز خبرونه

په جبري ودونو كې ۲۸ سلنه زياتوالى راغلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره د نړيوالو او كورنيو بنسټونو له هڅو سره سره له ښځو سره زور زياتى مخ پر زياتېدو دى.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي، چې:

له ښځو سره د تاوتريخوالي  ثبت شوې زياتره پېښې له جبري ودونو سرچينه اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون د ښځو د څانگې همغږې كوونكې لطيفه سلطاني وايي:

د بشري حقونو خپلواك كميسيون وايي، چې تېر۲۰۱۲م كال په افغانستان كې د جبرې ودونو په ارقامو كې اته ويشت په سلو كې زياتوالى راغلى دى.

دا ارقام يوازې په لويو ښارونو كې راټول شوي او له لاسري وتلې سيمې په دغو ارقامو كې نه دي شاملې.

د جبري ودونو دغو پېښو يو شمېر ځوانان د خپلې راتلونكې په باب اندېښمن كړي دي.

مدني فعاله ليلا جعفري په دې باور ده، چې جبري ودونه په كورنۍ كې د تاوتريخوالي لپاره زمينه برابره وي.

دا په داسې حال كې ده، چې په كابل كې د كورنيو مسايلو د څېړنې محكمې خبر وركړى، چې له كور څخه د نجونو د تېښتې موارد هم زيات شوي دي.

دغې محكمې ويلي، چې جبري ودونه او د هلك او نجونو غوښتنو ته نه پاملرنه د دې لامل كيږي، چې نجونې له كوره تيښتي ته زړه ښه كړي.

Trending

Exit mobile version