تازه خبرونه
په جرمني کې دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په جرمني کې دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
هغه د افغانانو د بېرته لېږلو دلیل دا وباله، چې د افغانستان ډېرې برخې امن او خوندي دي او افغانان د ده په وینا هلته تللی شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل؛ له همدې کبله به د اکثرو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړشي.
ده زیاته کړه، جرمني به د افغانستان له حکومت سره د پناه غوښتونکیو د بېرته ستنولو په برخه کې په گډه کار وکړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت له جرمني او نورو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال ونه شړي.
وزارت په ډاگه کړې؛ افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله نورو هېوادونو ته نه ځي، بلکې دوي د جگړو له کبله مهاجر شوي او آلمان دې په خپله خاوره کې پنا ورکړي.