تازه خبرونه

په جرم ولسوالۍ کې په لسګونو وسله واله مخالفين وژل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بدخشان پولیس په جرم ولسوالۍ کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېر نور يې نیول شوي دي.

د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وایي، د تاجکستان او ازبکستان د وګړو په ګډون په سلګونو ترهګرو په یوه ستر برید کې د جرم ولسوالۍ د نیونې پلان درلود چې دې هدف کې ناکام شول. نوموړی وایي، د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې هم پیل شوې چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

امنیتي چاراوکي وایي د تاجکستاني، ازبکستاني او نورو بهرنیو په ګډون یې د سلګونو وسله والو حمله په شا تمبولې چې د جرم ولسوالۍ د نیولو له پاره ترسره شوې وه. امنیه قومندان وایي، له وسله والو طالبانو سره په شاوخوا شل ساعته نښته کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ نور ژوندي نیول شوي دي.

 

Trending

Exit mobile version