تازه خبرونه
په جلال آباد ښار كې د نازيانو ولسوال ځواك ووژل شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار د نازيانو ولسوال عيسى خان ځواك نن شنبه(د كب۱۷) په جلال آباد ښار كې د يوې چاودنې ښكار شو.
دا چاودنه څه نا څه نهه بجې د جلال آباد ښار د پوهنتون روغتون مخې ته د ولسوال په موټر شوې ده.
یوه امنیتي سرچینه، چې ویې نه غوښتل نوم یې یاد شي، آریانا نیوز ته وویل، چې:
چاودنه د نازیانو د ولسوال پر لیږدوونکي موټر شوې، چې هغه په كې وژل شوى او درې کسان په کې ټپیان دي.
د ننگرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وایي چاودنه د هغه مقناطیسي ماین له اړخه وه، چې د ولسوال پر موټر نښلول شوی و.