سیمه ییز خبرونه
په جلال آباد ښار كې د پوليسو د چټك غبرگون پر قوماندانۍ ډله ييز ځانمرگي بريد شوى
د ننگرهار په مركز جلال آباد ښار كې د پوليسو د چټك غبرگون پر قوماندانۍ د نن سهار په ډله ييز ځانمرگي بريد كې اته بريد كوونكي او پېنځه پوليس ووژل شول او پېنځه پوليس ټپيان دي.
د ننگرهار امنيه قوماندان محمد شريف اميني د دې خبر د پخلي تر څنگ وويل:
وسلوالو لومړى د پېنځه بجو په شاوخوا كې د پوليسو د چټك غبرگون د قوماندانۍ مخې ته موټر بم چاودنه وكړه او وروسته قوماندانۍ ته دننه شول.
هغه وويل:
د دواړو لوريو تر منځ په دې درې ساعته نښته كې پېنځه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي:
د امنيتي ځواكونو په ځوابي ډزو كې اته بريد كوونكي هم وژل شوي دي.
د ننگرهار د عامې روغتيا رياست يوې سرچينې بيا د خپل نوم د نه ښكاره كولو په شرط ويلي:
له پيښې وروسته روغتون ته اته ټپي پوليس او اووه ټپي ملكي وگړي راوړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى او طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كړې، چې په دې ډله ييز ځانمرگي بريد كې شاوخوا څلويښتو كورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
دغه ادعا سيمه ييزو چارواكو رد كړې ده.
د ننگرهار امنيه قوماندان واي، په دې ډله ييز ځانمرگي بريد كې د پوليسو د چټك غبرگون د قوماندانۍ تاسيساتو ته درانده مالي زيانونه اوښتي دي.