سیمه ییز خبرونه

په جلال آباد ښار کې د یوې سيمه ييزې راډيو پر دفتر وسله وال بريد شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په جلال آباد ښار کې څو تنو نامسوولو وسله والو د همیشه بهارپه نوم د یوې سيمه ييزې راډيو پر دفتر وسله وال بريد كړى او د یادې رادیو مسوول او یو ساتونکی یې سخت وهلي اوډبولي دي.

په ننگرهارکې دهمیشه بهارسمیه ایز اف ام راډیو مسوول صحبت الله انتظار وايي:

د سې شنبې په سهار شاوخوا اووه بجې څو تنه نامسوول وسله وال د دفتر دروازې ته راغلل؛ وسله والو لومړی د رادیو ساتونکي ته د دروازې د خلا صولو سپارښتنه وکړه؛ خو، چې ساتونکي دروازه خلاصه نه کړه، نو وسله والو هوايي ډزې وکړې او ورپسې یې دروازه په زوره خلاصه کړه.

ښاغلى انتظار وايي، وسله والو د رادیو یو ساتونکی د ټوپکو په کونداغونو سخت وواهه او د رادیو یو شمېر وسایل او دوانۍ ښیښې یې ماتې کړې.

دی له افغان چارواکوغواړي، چې د دې پېښې عاملین د قانون منگولو ته وسپاري.

د ننگرهار والي ویاند احمدضیاعبدالزی هم دغه پېښه تائیدوي او وايي، چې:

د پېښې په اړه ولایتي ادارې جدي پلټنه پیل کړې او اړينه ده ، چې له عاملینو سره به يې قانوني چلند وشي.

د اپه داسې حال کې ده، چې د رادیو مسوول صحبت الله انتظار وايي، کړۍ  ورځ یې غوښتنليك په لاس په امنیتي او عدلي ادارو کې تېره کړې؛ خو چا یې غوښتنه ونه منله.

دی د ژورنلیستکو ټولنو غواړي، چې پر ده د تېري پوښتنه وکړي.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې ویاند محبوب شاه محبوب دغه پېښه په سخټوټوکې غندلې او  دا وسلوال بريد يې د بيان پرآزادۍ بريد گڼلي.

دې ټولنې له چارواکو غوښتنه کړې، چې د پېښې عاملین مجازات کړي.

دا لومړى ځل نه دى، چې په ننگرهار کې د رسنیو کارکوونکي وهل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم دغلته د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ننگرهار کې يو شمېر خبريالان سخت  وهل شوي ول او له سرغړونکو سره یې جدي قانوني چلند نه دی شوی.

Trending

Exit mobile version