سیمه ییز خبرونه
په جلال آباد ښار کې لسگونه کسانو د نه خوړولو اعتصاب پيل کړى
د ننگرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو یو شمېر استوگنو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې كړې دى.
اعتصاب کوونکي ادعا لري، چې د ولسي جرگې غړي حاجي ظاهر قدير او د ولايتي شورا غړي ابرار الله مراد پرې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ كې د سل ميليون پاكستانيو كلدارو په ارزښت يوه اندازه دولتي ځمكه د شخصي ځمكې په نوم خرڅه كړې، خو اوس نه خپلې پيسې وركوي او نه هم ځمكه.
دوى خبردارى وركوي تر هغې به د نه خوړلو اعتصاب ته دوام وركړي، چې يې خپل حق نه وي تر لاسه كړى.
د ولسي جرگې او ولايتي شورا ياد استازي بيا دا ډول تورونه بې بنسټه بولي.
د حاجي ظاهر قدیر مرستيال او استازى ابرارالله مراد رسنیو ته وویل، چې رښتیا هم يوه اندازه ځمکه پردغو خلکو خرڅه شوې او د یوې فیصلې له مخې د حاجي قدير په ښارگوټي کې ١٣٠ نومرې ورکول شوي دي.
اعتصاب کوونکي وايي، چې:
په باولۍ ډاگ کې یوه اندازه ځمکه په لومړیو کې ورکول شوې، چې په کې د بيارغونې کارونه شوي او سلگونه زره روپۍ پرې لګول شوي؛ خو اوس پرې حاجي قدير او مراد بېرته کاربند کړى دى.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې د سره رود ولسوالۍ یو شمېراوسیدونکيوهم د ظاهر قدیر پرضد یو لاریون کړی و او هغه یې د خلکو د شخصي ځمکو پرغصب تورن کړی و.