تازه خبرونه

په جلال آباد ښار کې يو انسان تښتوونکی ونيول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

جلال آباد ښار ته نږدې د نوي ګمرک په سيمه کې يو انسان تښتوونکی، چې پلان یې درلود يو تن ملي تجار وتښتوي او يا يې ووژني د ملي امنيت موظفينو له لوري موخې ته له رسیدو وړاندې له يو ميل تومانچې سره ونيول شو.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې؛ نيول شوي کس د جلال آباد ښار له يو ملي تجار څخه د پيسو غوښتنه کړې وه.

انسان تښتوونکي نن سهارپلان در لود، چې ياد تجار وتښتوي او بیا یې ووژني؛ خو په خپله هڅه کې ناکام شو.

نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ترې نورې پوښتنې هم روانې دي.

Trending

Exit mobile version