تازه خبرونه

په جلال آباد ښار کې چاودنې یو ملکي وگړی ټپي کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په جلال آباد ښار کې نن سهار يكشنبه(د سلواغې ۲۷) د سړک غاړې يوه چاودنه رامنځته شوه، چې په كې يو ملكي وگړى ټپي شوى دى.

د ننگرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چاودیدونکي توکي د قبايلو رياست له دیوال او ولسمشرۍ د نوماند عبدالقيوم كرزي د ټاكنيز دفتر تر څېرمه په خځلځي کې ځای په ځای شوي ول، چې پر ریموت چاودنه ورکړ شوې ده.

د نوموړي په وينا، د چاودنې له كبله یو شمېر هټیو ته هم زیان اوښتی.

د پيښې عیني شاهدان وايي په سیمه کې یو رینجرموټرد تېریدو په حال کې و، چې چاودنه رامنځته شوه.

دوی وايي، په چاودنه کې رینجرموټرته هیڅ زیان وانه وښت او له سیمې وتښیدو.

Trending

Exit mobile version