تازه خبرونه

په جلال آباد ښار کې ۴ چاودنو ۲۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په بېلابېلو سیمو کې څلور پرله پسې چاودنو دوه کسان وژلي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د ننګرهار عامه روغتون ويلي، له دغو پېښو څخه ۲ مړي او ۱۹ ټپيان وروړل شوي، چې د ځېنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د دغو پېښو عيني شاهدانو ويلي؛ دغه چاودنې د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې شوي او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې پېښې لامل او انګیزه اوس هم روښانه نده او هیچا هم د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل ښار د ۱۳ ناحیې د ۴۰ مټره سړک د عرفاني ښارګوټي په اړوند سیمه کې هم ماین چاودنه شوې ده.

Trending

Exit mobile version