تازه خبرونه

په جلال آباد کې حکومتي مسوولین د ځان ساتنې فکر لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په جلال آباد ښار کې حکومتي چارواکو د ځان ساتنې په موخه د ترافیکو پرمخ لویې لارې تړلې ، چې له کبله یې خلکو ته ګڼې ستونزې پيدا شوي.

هغه وخت، چې په جلال اباد آباد کې څلور سوه زره انسانان اوسیده ، یوه لاره او کوڅه یې هم د  ترافیکو پرمخ نه وه تړل شوې؛ خو اوس، چې په کې درې سوه زره انسانان ژوند کوي له نیمو ډېرې لارې او کوڅې یې  زورواکو، ولسي استازیو، حکومتي چارواکو او ځينو بنسټونو د ترافیکو پرمخ تړلي.

 د کابل – جلال آباد لویه لار ډېره کله د ننګرهار امنیه قومندان  د خپل کورد امنیت د خوندیتوب په موخه تړلې وي.

د شاهي ماڼۍ چاپيره لویې لارې والي، د تورخم – جلال آباد لویه لار د استناف محکمې او هوايي ډګراو د ښار په زړه کې یوشمېر سترې  کوڅي ولسي استازیو او بهرنیو دیپلوماتیکو ادارو تړلي وي، چې دې چارې د خلکو ژوند خورا ترینګلی  کړی دی.

ځايی استوګن وايي، له یوې خوا یې د دقیقو مزل ساعتونه نیسي او له بلې خوا یې کار و بار خراب شوی.

 دوی وايي چارواکي د ولس پرځای اوس یوازې د خپل ځان د ساتلو په فکرکې دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی   وايي، د شاهي مانۍ ترڅنګ لارې د مهمو ناستو او اړتیا له مخې تړي.

هغه زیاتوي، د لارو د خلاصولو له پاره یې یو کمیسون ته دنده سپارلې او ډېر ژربه اقدامات ترسره شي.

د ننګرهارخلک وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دې ولایت امنیتي حالت ورځ تربلې خرابیږي.

د دوی په وینا؛ امنیتي ځواکونه د امنیت د خوندیتوب له پاره قربانۍ ورکوي؛ خو په رهبرۍ کې د ځينو ستونزو له کبله نه یوازې دا، چې امنیت ښه کېدلی نشي، بلکې دلابدترۍ لوري ته روان دی.

د یادونې وړ ده، چې حکومتي چارواکي رسنیو ته د لارو د خلاصولو ژمنې کوي؛ خو حتا ترانزیتي لارې هم د خلکو او ترافیکو پر مخ ساعتونه ساعتونه تړلې وي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version