تازه خبرونه

په جلال آباد کې د تېر ماښام چاودنې مالي او ځاني زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمه کې د تېرې ورځې ناوخته چاودنې د يوازني سکهـ اوسیدونکي ګلچرن په ګډون هټيوالو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکو ويلي، چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې، چې ۶ کسان یې ټپیان کړي او ګڼشمېر دوکانونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

زیانمن شوي هټيوال جان آغا څرګنده کړې، په دې ولایت کې د يوازني پاتي افغان سیکهـ ګلچرن هټۍ هم ویجاړه شوې ده.

هټيوال میا نورالدین شاه میاخېل ويلي، چې میلیونونه افغانۍ تاوان ور رسېدلی دی.

د جلال آباد ښار اوسېدونکي محمد دین وايي؛ شومې کړۍ په داسې ځایونو کې چاودنې کوي، چې د افغانانو تر منځ حساسیت را وپاروي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند قریشي بدلون ويلي، چاودنه په يوه ګدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکیو توکو له کبله رامنځته شوې، چې شپږ کسان يې ټپیان کړي دي.

هغه دا هم مني، چې د دې چاودنې له کبله د پېښې سیمې ته ورڅېرمه يو شمېر هټيو ته مالي زیانونه  وراوښتي دي.

د دغې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه ندی اخیستی.

سیمه ییز مسوولین وايي يو شمېر کړۍ هڅه کوي امنیتي فضا ګډوډه کړي او خلکو ته وښيي، چې امنیت نشته؛ خو امنیتي ارګانونه هڅه کوي دغه ډول کسان ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

خلک له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version