تازه خبرونه

په جلال آباد کې د وروستیو چاودنو په تړاو ۴۰ کسان ونیول شول

Published

on

د ننګرهار د ملي امنیت مشر ډاکټر بشیر ويلي؛ د دې ولایت په جلال آباد کې د وروستیو چاودنو په تړاو د استخباراتي کړیو اړوند۴۰ کسان نیول شوي دي.

د تېرې شنبې او یکشنبې پر ورځ د جلال آباد ښار د دوه یمې، درېیمې او پېنځمې ناحیو په اړوند سیمو کې څلور چاودنې رامنځته شوې دي.

 روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي وه، چې، د چاودنو له ځایه ۷ مړي او ۲۵ ټپیان وروړل شوي وه.

د ننګرهار د ملي امنیت مشر ډاکټر بشير وايي، په دې چاودنو کې څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان دي، چې په اړه یې په بېلابیلوعملیاتو کې تر دې دمه شاوخوا ۴۰  کسان نیول شوي او له څېړنو وروسته به اړونده ادارو ته وسپارل شي.

ډاکټر بشير له جزئیاتو ورکولو پرته څرګنده کړې، چې په دې پېښو کې د یو شمېر استخباراتي کړیو لاس دی.

په جلال آباد ښار کې د تېرې شنبې او یکشنبې د چاودنو مسوولیت د داعش ډلې پرغاړه اخېستی دی.

عام خلک له ټولو ډلو څخه د سولې لار خپلول او په هېواد کې خوندي ژوند تېرول غواړي.

د تېرې شنبې د ورځې په یوه چاودنه کې د ننګرهار د برښنا شرکت یو موټرچلوونکی فقیرمحمد نومی هم وژل شوی.

له نوموړي اووه کوچني اولادونه پاتې شول.

کورنۍ یې له واکمنو څخه د جګړو پای ته رسول غواړي.

د ننګرهار د استخبارتو سرتېرو د پخوانۍ ادارې له یوشمېر قومندانانو څخه لسګونه میله وسله ترلاسه کړې ده.

د ملي امنیت مشر ډاکټر بشیر ويلي، د دې بنسټ سرتېرو هغه درې کسیزه ډله هم نیولې، چې وسلوالې غلاوې به یې کولې.

د ننګرهار د استخبارتو مشر وايي، د پخواني حکومت ټولو غټو او وړو کارکونکیو ته عمومي بښنه شوې او اسلامي امارت د پخوانیو کارکوونکیو د څارنې او ځورولو حق نلري؛ خوهغه کسان، چې د پخواني حکومت وسلې او یا نور دولتي اجناس یې له ځان سره ساتلي باید اسلامي امارت ته یې وسپاري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ورانکارو د ځپلو هڅې پیل کړي، چې په دې لو کې د دې بنسټ سرتېرو په سره رود ولسوالۍ کې هغه درې کسیزه ډله هم نیولې، چې وسله والې غلاوې یې کولې او همدارنګه دوه نور کسان د ټابلیټکا د پلورلو پرمهال نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه ځېنو یې خپل جرم هم منلی دی.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې  ننګرهاریان له غلاوو، ځورونو او چاودنو اندېښمن شوي او په دې اړه د امنیتي چارواکو د جدي هڅو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version