تازه خبرونه
په جلال آباد کې د کوټ ولسوال له چاودنې روغ ووت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت مرکز د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د یوې ریکشې له ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو له چاودنې د کوټ ولسوال حاجي سیدرحمن روغ ووت .
دغه چاودنه نن د غبرګولې په ۷مه سهار شاوخوا لس نیمې بجې د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د پاکستان زړې قونسلګرۍ ته څېرمه هغه مهال وشوه، چې د کوټ ولسوال له سیمې څخه د تېریدو په حال کې و.
په چاودنه کې هیچا ته ځاني زیان نه دی اوښتي .