تازه خبرونه

په جلال آباد کې نا امنۍ اود انسان تښتوونې پيښې ډېرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو اوداکترانو په یوه احتجاجیه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې که حکومت د ننګرهارپه اداره کې اصلاحات رامنځته نه کړي پراخ لاریونو نه به پيل کړي.

د طب پوهنځي استاد  حبیب الله مولوي زاده وايي، تر بل هر وخت د ننګرهار په کلیوالي سیمو کې د وسلوالو فعالیتونه او په مرکز جلال آباد کې وسلوالې غلاوې او انسان تښتونې زیاتې شوي.

مدني فعال نجیب الله صاحبزاده  ولایتي چارواکي په بې غورۍ او فساد تورنوي او له مرکزي حکومت څخه د ننګرهار په اداره کې د مثبت بدلون غوښتنه کوي.

د  پوهنتون استاد محمد جمیل پوپلزی وایي، په یوه پرېکړه لیک کې ننګرهار، د فساد، بې امنیو او بې عدالتۍ مرکز وبلل شو او خبرداری  ورکړ شو، چې که ولسمشر اصلاحات رامنځته نه کړي پراخ لاریونونه به پیل شي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د دې خلکو ټولې نیوکې او اندېښنې نه ردوي؛ خو وايي، د ستونزو د مخنیوي له پاره له ځينو لارو چارو په ګټه پورته کولو ګړندۍ هڅې روانې دي.

د آریانانیوز د څيړنو له مخې د هوا په ګرمیدو په یو شمېرولسوالیو کې د وسلوالو خوزښتونه زیات شوي او په مرکز جلال آباد ښار کې په تېرو دوه میاشتو کې له پېنځلس ډېرې د انسان تښتونې او هدفي وژنو پيښې رامنځته شوي، چې د ځينو مجرمین یې هم نیولي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version