سیمه ییز خبرونه

په جلال اباد ښارکې دوه غبرگو چاودنو مرگ و ژوبله رامنځته كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چهارشنبې په سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال آباد ښار د شېرزي لوبغالي مخې ته، چې د ننگرهار والي گلااغا شېرزي له دفتر څخه په شاوخوا سل مترۍ کې موقعیت لري د پولیسو په هغه امنیتي پوسته کې، چې لوبغالي ته د ننوتونکيو کسانو تالاشۍ کوي، چاودنه وشوه.

د پېښې یوعیني شاهد او د همدې پوستې یو پولیس زرین وايي:

چاودنه د پوستې په غرفه کې د ځای په ځای شویو چاودیدونکيو توکو له كبله رامځته شوه، چې په كې یو پولیس له ژوبليدو وروسته په روغتون کې سا ور كړه.

کله، چې له چاودنې وروسته سیمې ته نورافغان ساتونکي او خبريالان مرستې راغلل، پېنځه دقیقې وروسته په همدې سیمه کې د ځای په ځای شویو چاودیدنکيو توکو له كبله دوه يمه چاودنه وشوه او گڼ شمېر کسان یې په سیمه کې یوې او بلې خواته وغورزول.

په دوه يمه چاودنه كې يو شمېر ولسي خلک ژوبل شول.

ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا د جلال آباد مرکزي روغتون ته وليږديدل.

د ننگرهار د عامې روغتيا ريیس بازمحمد شېرزاد وايي:

د پېښې له ځايه درې پولیس او اووه عام وگړي په ټپي حالت کې راوړل شوي، چې روغیتايي حالت یې ښه دی.

د امنیه قوماندانۍ يوې امنیتي سرچینې د نوم د نښودلو په شرط وویل، چې:

په دواړو چادونو کې یو پولیس وژل شوی او شپږ پولیس او پېنځه عام وگړي ټپیان دي، چې په ټپیانو کې د امنیه قوماندانۍ یو کمره مین هم شامل دي.

دغه سرچینه زياتوي، له چاودنو وروسته په سیمه کې د والي ساتونکيو په شخصي لباس كې یوې او بلې خوا ډزې پيل کړې. کله، چې په سیمه کې پولیسو د والي له امنیتي کسانو څخه د ډزو د بندیدو غوښتنه وکړه هغوی پولیسو ته بد رد وویل او پولیس یې له سیمې په زوره وویستل.

دې حالت هټیوال سخت و وېرول او د ښاریوه برخه وتړل شوه.

د ولايت مقام د چاودنو د رامنځته كيدو پر لاملونو خبري سرچينو ته څه نه دي ويلي.

یاده دې وي، چې په دې وروسیتو کې جلال آباد ښار له دغه ډول چاودنو یوڅه آرام شوی و، خو دې چاودنو یو ځل بیا خلکو ته نوې اندېښنې پیدا کړې.

Trending

Exit mobile version