تازه خبرونه
په جلا جلا غونډو کې د تخار خلکو د ولسمشرۍ له داوړو نوماندانو څخه ملاتړ اعلام کړ
په تخار كې سلګونو كسانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاكټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ. د غونډې وېنا والو ويلي، چې په نړيواله كچه افغانستان د فساد په برخه كې مخكښ هېواد بلل شوى او كه د تحول او تداوم ډله بريالى شي نو په هېواد كې به د فساد جرړې وباسي.
د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذكي، چې په دغه غونډه كې ګډون كړى و ټينګار یی وكړ، چې د برياليتوب په صورت كې به د فساد پرضد پراخه مبارزه وكړي.
په دې غونډه كې لسګونو پخوانيو جهادي قوماندانانو، او عالمانو هم د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ وكړ.
د ټاكنو د ورځې په رانيژدې كېدو سره ټاكنيزو كمپاينونو هم زور اخيستى دى.
د يكشنبې په ورځ د ډاكټر اشرف غني احمدزي لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او احمد ضيا مسعود د تخار رستاق او خواجه بهاوالدين ولسواليو ته سفر كړى و.
همدارنګه د تخار د رستاق ولسوالۍ سلګونو اوسېدونكو د يوې غونډې په ترڅ كې د عبدالله عبدالله په مشرى د اصلاحاتو او همګرايى له ټيم څخه ملاتړ وكړ.
د دې غونډې وېنا والو د افغانستان په بيارغونې او اقتصادي پرمختګ كې د دغه ټيم تګلارې اغېزناكې بللې دي.
دا غونډه د تخار په رستاق ولسوالۍ كې جوړه شوې وه. ګډونوالو د ډاكټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټيم د افغانستان د راتلونكې له پاره اغېزناك وباله.
د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاكنو د ورځې په رانيژدې كېدو سره په شمال ختيځو ولايتونو كې د دوو نوماندانو ترمنځ ټاكنيزې منډې ترړې ډېرې شوې دي.
د ولسمشرۍ نوماند ډاكټر عبداله عبداله د يكشنبه په ورځ د بغلان ګذرګاه نور ولسوالې ته، چې سيلاب ځپلې سفر كړى و.