سیمه ییز خبرونه
په جمو کې ۴۲ هندو زیارت کوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – هندي پولیس
هندي پولیسو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) د شکمنو تندلارو په برید کې ۹ هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د جمو د سیمهییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي: وسلهوالو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د هند پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.
دا پېښه نن په داسې ورځ رامنځته شوې، چې نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
د هندي زیارت کوونکیو وژنې ته په نغوته کې د نریندرا مودي د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر ایکس پاڼه لیکلي: دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمیر کې د خطرناک امنیتي وضعیت رښتینی انځور دی.
جمو او کشمیر، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا لري؛ له لسیزو راپدیخوا د سخت دریځو اسلامپالو د تاوتریخوالي مرکز دی او لسګونه زره خلک پرې وژل شوي دي.
پر ۲۰۱۷ کال هم شکمنو وسلهوالو په جمو او کشمیر کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه بس برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي دي.
تېره ورځ د جمو د پولیسو مشر ویلي، چې په دې سیمه کې د ځايي تندلارو شمېر کم شوی، چې پر وینا یې یوازې په جمو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بهرني تندلاري فعال دي.
له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر مشرۍ حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیسته؛ د هند پر وړاندې د کشمیري بېلتون غوښتوونکیو او تندلارو کرکه او غصه مخ پر زیاتېدو ده.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته، کشمیر، چې ډېري یې مسلمانان دي؛ پر دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه د هند تر ادارې لاندې او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.
هند او پاکستان – دوه اټومي وسله لرونکي سیال ګاونډیانو – د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه هر یو د کشمیر یوه برخه تر خپلې ادارې لاندې لري؛ خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا لري.
