سیمه ییز خبرونه

په جنوبي هند کې د مایچاونګ توپان له کبله ۹ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ د هند په سویل کې سیلابونو سړکونه لاندې کړل، چې له کبله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه نهه کسان مړه شول.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي؛ یاد توپان به په ساعت کې ۱۱۰ کیلومتره چټکتیا ولري او شونې ده، چې پر ځايي وخت د سهار پر ۱۱ بجو د اندرا پردیش ایالت ساحلي سمو ته ورسېږي.

د رویترز خبری اژانس د راپور له مخې؛ د هواپېژنې ادارې د اټکل له مخې؛ په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به له ۲۰۰ ملی مترو څخه ‌‌ډېر باران وشي؛ ځکه، نو له دې سیمې لږ تر لږه ۸۰۰۰ کسان ایستل شوي دي.

چارواکو ویلي؛ د دغه ایالت د ناورین پر وړاندې د مبارزې ادارې اجرائیوي رییس سي ناګاراجو ویلي، یو څلور کلن هلک د تیروپاتي په اړوند سیمه کې د دیوال پر نړېدو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. په داسې حال کې، چې په ګاونډ تامیل ناډو ایالت کې اته کسان مړه شوي دي.

د تامیل ناډو په مرکز چینای کې د برښنا د تولید لوی مرکز اوبو لاندې کړ او د دې ایالت د هوایي ډګر ځغاست‌لیکه تر اوبو لاندې شوه.

د ملکي هوايي چلند فدرالي وزارت یوه ویاند ویلي؛ اوس بارانونه ودرېدل، اوبه کمې شوي او د چینای هوايي ډګر پر ځايي وخت د سهار له ۹ بجو وروسته بېرته فعال شو.

چارواکو دا هم ویلي؛ د بارانونو او بادونو له کبله د برښنا مزي پرې شوي، ونې یې له ریښو راایستلي او په اندرا پردیش کې له ۱۴۰ ډېر ریلي سفرونه او ۴۰ الوتنې لغو شوې دي.

سرچینو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د تایوان فاکسکان او پګاټرون د باران له کبله چینای ته نږدې په خپلو تاسیساتو کې د اپل (AAPL.O) آی فون تولید ودراوه.

ویل کیږي، چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې سیلابونو د تامیل ناډو لږ تر لږه ۲۹۰ کسان مړه کړي او پراخ زیانونه یې اړولي وه.

Trending

Exit mobile version