سیمه ییز خبرونه
په جنوب لويديځه حوزه كې د وسلو وېش ملي حاكميت زيانمنوي
د مشرانو جرگې يو شمېرغړي پرخلكو د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان او د لويديځې حوزې د مجاهيدينو شورا له خوا د وسلو وېشل د افغانستان ملي حاكميت تر پوښتنې لاندې كول بولي.
دوى ټينگار وكړ، چې د اوبو او برېښنا وزير دې د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته معلومات وركړي.
د مشرانو جرگې يو شمېر نورغړي بيا د افغانستان په تحولاتو كې د مجاهدينو رول گټور بولي او زياتوي، چې:
د دغو ټولو ادعاوو ترشا سياسي انگيزې موجودې دي.
له دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان د ځان او د لويديځي حوزې د مجاهدينو شورا له خوا پر خلكو د وسلو وېشل رد كړي ول.
دا هغه څه دي، چې د اوبو او برېښنا وزيريې په كلكه ردوي؛ خو د مشرانو جرگه اوس هم پر خلكو د وسلو د وېش له كبله اندېښنه لري.
د مشرانو جرگې غړى داود احساس وايي، چې:
د هرات سيمه ييز چارواكي هم دا مني، چې د مجاهدينو د شورا له خوا پرخلكو وسلې وېشل شوې دي.
د مشرانو جرگې غړي بلقيس روشن او هدايت الله رهايي د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د اوبو او برېښنا له وزيرڅخه د معلوماتو د وركولو غوښتنه كوي.
د مشرانو جرگې غړي گلالۍ اكبري او رفتع الله گل حيدر بيا د افغانستان په تحولاتو كې د مجاهيدنو رول گټور بولي.
پرخلكو د لويديځې حوزې د مجاهدينو شورا او اوبو او برېښنا وزيرمحمد اسماعيل خان له خوا د وسلو د وېشلو ادعا په داسې حال كې د خلكو ترمنځ نوې اندېښنې را پيدا كوي، چې دا ادعاوې رد شوې دي .