سوداگري
په جنورۍ میاشت کې د انفلاسیون عمومي کچه منفي ۱۰ اعشاریه ۲ سلنې ته راکښته شوې
نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ ز. کال په جنورۍ کې د افغانستان د انفلاسیون عمومي کچه له ټيټېدو سره مخ شوې او منفي ۱۰ اعشاریه ۲ سلنې ته ورسېده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د عمومي انفلاسیون د کچې ټیټوالی پر ټولیزه ټوګه د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کمښت له امله رامنځته شوی دی.
پردې سربېره اصلي انفلاسیون په منفي حد کې دی، چې د ۶ اعشاریه ۵ سلنې منفي کچه یې ثبت کړې ده.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د بیو راټیټېدل به له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي؛ خو د هېواد لوی اقتصاد ته زیان رسوي.
د دغه بانک د راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د ۲۰۲۴ ز. کال په جنورۍ کې د تېر کال د جنورۍ پر پرتله له ۵ سلنې کمښت سره ۱۴۰ اعشاریه ۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
هند ته د خوراکي توکو صادرات ۲۲ سلنه ډېر شوي او پاکستان ته ۱۸ سلنه کم دي.
د وارداتو ارزښت هم د روان کال په جنورۍ کې د تېر کال د جنورۍ پر پرتله ۳۷ سلنه ډېر شوی او ۸۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانیو ارزښت د امریکايي ډالرو په مقابل کې ۲۷ سلنه لوړ شوی، چې ستر لامل یې هېواد ته د ملګرو ملتونو لهخوا د یو اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو لېږل او د ۲ میلیارډ ډالرو د افغانانو لهخوا خپلو خپلوانو ته استول دي.
نړیوال بانک زیاته کړې، چې د روان مالي کال په یوولس میاشتو کې د اسلامي امارت عواید له ټاکلي هدف دوه سلنه کم او ۱۸۹ میلیارډ افغانیو ته رسېدلي؛ خو سږ کال عایدات د تېر کال پر پرتله ۵ اعشاریه ۶ سلنه زیات شوي دي.